د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د ترهګرو پر ضد کوټلي ګامونه واخیستل شي"


د خېبر پښتونخوا صوبايي اسمبلۍ د يو قرارداد له مخې له مرکزي او صوبايي حکومته د ترهګرۍ پر ضد د سختو ګامونو اخيستلو غوښتنه کړې ده.

د دوشبنې په ورځ د دې قرارد وړاندې کولو وروسته، د خېبر پښتونخوا سينېر صوبايي وزير عنايت الله مشال راډیو ته وويل چې له افغانستان سره بندې لارې هم بايد خلاصې شي.

د پاکستان او افغانستان ترمنځ د اړيکو خرابېدو او په قبايلي سيمو کې د پاکستاني پوځ د نوو کارويانو پيلولو وروسته، د تورخم او چمن لارې د پنځمې ورځې لپاره هم تړلې دي او دواړو غاړو ته ګڼ خلک او موټر ولاړ پاتې دي.

پاکستاني چارواکو تر دې مخکې ويلي وو چې په تورخم کې يوازې هغه افغانان پرېږدي چې په پاکستان کې يې څوک مړی شوی وي او جنازه يې افغانستان ته وړي.

پاکستاني چارواکي وايي دا لارې يې د امنيتي تدابيرو په لړ کې په سند صوبه کې پر لال قندر زيارت د تېرې هفتې تر بريد وروسته تړلي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG