د لاسرسي ځای

تازه خبر

قرغزستان کې د بشري حقونو یو فعال ته د ټول عمر سزا


د قرغزستان یوه عدالت د بشري حقونو د فعال عظیم جان عسکروف چې په خټه ازبک دی، د ټول عمر بند سزا حکم تایید کړ.

د بیشیک د چوی سيمه ييز عدالت نن عسکروف په دې تور مجرم وپیژانده چې په ۲۰۱۲م کال کې یې د ازبکانو او قرغزیانو ترمنځ قومي شخړه رامنځته کړې او د پولیسو یو افسر یې وژلی.

شپږ شپیته کلن عسکروف د قاضي له حکمه وروسته وویل چې دی بیګناه دی او د دې پریکړې پرضد به د نه خوړلو هړتال وکړي. د عسکروف وکیل وویل چې دوی به د عدالت د پریکړې پر ضد سپريم کورټ ته مخه کړي. د قرغزستان د بشري حقونو فعاله تولکان اسماعیلووا چې د عسکروف له مدافعانو څخه وه، څرګنده کړه چې د عدالت پرېکړه یوه سیاسي انګېزه لري.

په جولای میاشت کې سپريم کورټ د قاضیانو پریکړه بیرته ګرځولې وه چې بیا کتنه ورته وکړي.

هغه مهال د ملګرو ملتو د بشري حقونو کمېټۍ د قرغزستان پر حکومت غږ کړی و چې عسکروف له بنده خوشي کړي، تر دې غوښتنې وروسته سپريم کورټ دا مقدمه بیرته عادي عدالت ته ولېږل.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG