د لاسرسي ځای

تازه خبر

قبایلي مېرمنې د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ کې استازیتوب غواړي


قبایلي مېرمنې د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ کې استازیتوب غواړي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:22 0:00

قبايلي مېرمنو د خالي په ورځ، په پيښور کې د يوې جرګې له لاري، له وفاقي حکومته غوښتنه  وکړه چې د راتلونکي کال له انتخاباتو نه وړاندې دې په خيبر پښتونخوا اسمبلۍ کې ورته نمائندګې ورکړل شي.په باچاخان مرکز پېښور کي د عوامي نېشنل ګوند په مشرۍ کې د قبایلی سيمو مېرمنو په بلدیاتي نظام کي هم د ښځو د استازيتوب د باوري کولو غوښتنه وکړه.د جرګې ګډونوالو د قبايلي سيمو په خيبر پښتونخوا صوبه کې د ورګډولو غوښتنه وکړه او د ايف سي ار قانون په رواج ايکټ بدلولو يې مخالفت وکړو. دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستيو کې ولسمشر ممنون حسين د قبايلي سيمو اصلاحاتو لپاره ځانګړې کميټې ته ويلي وو چې د تجویز شویو اصلاحاتو د عملي کولو لپاره دې عملي ګامونه پورته کړي. د مشال همکار غلام غوث پرې ویډیويي راپور برابر کړی دی.

XS
SM
MD
LG