د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان بشري حقونو سازمان د ترۍ تم کړل شویو مدني فعالانو د خلاصون غوښتنه وکړه


د ارشیف انځور

د پاکستان د بشري حقونو کمېشن له اسلام اباده د ترۍ تم کړل شويو مدني فعالانو پر مسئله اندښنه ښودلې او له حکومته يې د دغو کسانو په سمدستي توګه د راخوشي کولو غوښتنه کړېده.

د بشري حقونو کمېشن پرون مشال راډيو ته په راليږلې خبر پاڼه کې ويلي د پاکستان امنیتي ادارې پر دې خبرې وې چې مدني فعالانو او بلاګ لیکونکیو ته خطر متوجه دی، خو بیا یې هم د هغوی د ترۍ تم کولو مخنیوی ونه کړای شو.

په خبر پاڼه کې راغلي چې له یوې خوا د مدني فعالانو او بلاګ لیکونکیو د تښتولو لړۍ روانه ده او له بلې خوا په ټولنیزو رسنیو د دغو کسانو خلاف د پروپاګند کمپاین هم چلیږي.

د ياد کميشن مشره زهرا يوسف وايي چې رياست بايد د هغو وجوهاتو پلټني وکړي چې ولې د فعالانو د ترۍ تم کولو په لړ کې په استخباراتې ادارو شک کيږي؟

په اسلام اباد کې په تيرو څو اونیو کې پنځه مدنې فعالان ترۍ تم کړل شوي دي. په دي کې د بشري حقونو فعال او شاعر پروفیسر سلمان حیدر، عاصم سعید، وقاص ګورایا، احمد رضا نصیر او ثمر عباس شامل دی.

XS
SM
MD
LG