ملګرې ملتونه وايي، د ۲۰۱۷ م کال په لومړۍ اونۍ کې ۹۴۰۰ بې اسنادو افغان کډوال له ایران او پاکستانه خپل هیواد ته ستانه شوي دي.
دوی وايي ، په دې کېد ۱۶۵۰ له پاکستان او ۷۸۰۰ له ایرانه ایستل شوي دي.
د رپوټونو له مخې په تیرو لسو ورځو کې وطن ته د ستانه شوو کډوالو لویه برخه هغه ځوانان دي چې له ایرانه راغبرګ شوي دي.
ملګرو ملتونو اندېښنه ښودلې چې افغان حکومت به د دې کډوالو وضیعت ته په څه ډول رسیدګي کوي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ویاند ماټهاو ګرایډن وايي ، د کډوالو راستنیدل د پیش بینۍ وړ نه دي ځکه په دې برخه کې بېلابیل عوامل وجود لري.
ملګرې ملتونه وايي، په ۲۰۱۶ م کال کې اووه لکه بې اسنادو افغان کډوال له ایران او پاکستان څخه خپل هیواد ته ستانه شوي وو خو د دوی لپاره په افغانستان کې اړینې اسانتیاوې نشته.