د لاسرسي ځای

تازه خبر

باجوړ: جمیعت علما اسلام ګوند د قبایلو لپاره نوې صوبه غواړي


د پاکستان جميعت علما اسلام ( ف) ګوند، د قبايلي سيمو په خېبر پښتونخوا د ورګډولو خلاف د یکشنبې په ورځ په باجوړ کې مظاهره وکړه، بلخواحکومت وايي تمه لري چې د قبايلي سيمو په خېبر پښتونخوا کې د شاملولو پريکړه به ډېر زر (په څو اونیو کې) دننه وشي.

د پاکستان جميعت علما اسلام (ف) ګوند وايي دوی نه غواړي چې قبایلي سیمې دې په خېبر پښتونخوا صوبه کې ورګډې کړل شي، دوی وايي قبایل دې ځان له یوه صوبه ولري.

د نوموړي ګوند يو پخواني سېنېټر عبدالرشيد په باجوړ کې د ترسره شوې غونډې پر مهال مشال راډیو ته وویل:

« د دې جلسې ګډونوال د ایف سي ار قانون د خاتمې او د قبایلو لپاره د یوې ځانله صوبې غوښتنه کوي. »

بلخوا د پاکستاني وزيراعظم سلاکار امير مقام مشال راډيو ته وويل هغه تمه لري چې د قبايلي سيمو په خېبر پښتونخوا د ورګډولو پريکړه به ډېر زر مخې ته راشي.

« موږ په اخلاص سره لګیایو، دا فیصله به ډېر زر وشي، دا زموږ عزم دی چې په اونیو کې دننه به قبایلي سیمې په خیبر پښتونخوا کې شاملې کړل شي. دا د قبایلو د اکثریت پریکړه ده.»

د پاکستان د وزیراعظم د سلاکار امیر مقام وینا وه چې دوی به د جمیعت علما اسلام په ګډون د هغو ټولو ګوندونو د پخلا کولو هڅه کوي چې د قبایلي سیمو په خیبر پښتونخوا کې د ګډېدو مخالفت کوي.

XS
SM
MD
LG