د لاسرسي ځای

په خيبر پښتونخوا او د هېواد په نورو شمالي سیمو کې به ۱۰ ژبې پهراتلونکیو ۸ کلونو کې نابودې شي. دا خبره د ژبو او تعليم پرمختګ ادارې (الف ب ت) مشر زبېر توروالي د خپلو څېړونو په پایلو کې مشال راډيو ته وکړه. دی وايي په چترال کې کلاشه، چملۍ، ګوارباسي او يدغا ژبي، په اباسين کوهستان کې چيلسو، کاورو، بدغيری ژبې او په مانسهره کې مانکياري، په سوات کې اوشوجو، او په بره دير کې کلکټې هغه ژبې دي چې راتلونیکو اتو، لسو کلونو کې به ختمې شي.

زبېر توروالي وايي، په خيبر پښتونخوا او شمالي علاقو کې تر ټولو زياتې ژبې چې شمېر یې۳۲ته رسېږې ويل کيږي. په دوی کې يوازې په خيبر پښتونخوا کې ۲۴ ژبې ويل کېږي. نوموړي وويل چې کارپوهانو زيات او لږ خطر ته د مخامخو ژبو درجه بندي کړې ده.

نوموړي وويل چې په چترال کې ۱۲ ژبې له زيات خطره سره مخامخې دي. د نوموړي په خبره د دغو ژبو له منځه تللو سره به د علم لويې خزانې هم تر خاورو لاندې شي.

"په دغو ژبو کې د هغوی د کلتوري خزانو ډېرې کيسې او تاريخونه پراته دی، په دې کې شاعري او ځايي پوهه نغښتې ده. که چرې دا ژبې ختمي شي، نو د ادبياتو پوره خزانې به وسره په سین لاهو شي. دا به د ساینس، کلتور او نړۍ لپاره يو ستر زيان وی."

ژبپوه او څېړنکار خادم حسين د ژبو ارزښت په اړه وايي چې مورنۍ يا قامي ژبه د زرګونو کلونو قامي تاريخ او قامي دانش له يوه نسله بل نسل ته لېږدوي. که چېرې ژبې له منځه ځې نو د دې پر ټولنه څه اثر پرېوځي. خادم حسين وويل:

"کله چې ژبه ماته شي، نو هغه ټول حکمت او تاريخ مزي وشلېږي، او چې کله مزي وشلېږي، نو هغه قام، سماج او ټولنه له ډېر زيان سره مخامخ شي. نه يوازې هغه قام او ټولنه بلکې ټول انساني تاريخ او ټولنه له ډېر لوی زيان سره مخامخېږي."

خادم حسين د مورنۍ ژبو له منځه تللو سره تړلیو زيانونو په اړه وويل چې د دې په وسيلو او اختيار هم اثر پرېوځي. لکه له وسیلو سره اختيار تړل شوی دی. وسيلې په بنيادي توګه طبعي او فطري يا قدرتي وسيلي دی، هغه په قامي ژبو کې خوندي کېږي. دا هغې نوعيت او خاصيت په قامي ژبو کې خوندي کېږي. کله چې هغه ژبي له منځه وځې نو د زدهکړي له نظام سره سره د ټولني اجتماعي سوچ او فکر هم له زيان سره مخامخېږي، او دا بيا د فکري غلامي ښکار لارې ته ولاړ شي. د ژبو له کمزوريکېدو سره د قام فرهنګ له ژور سوچ او جمالياتي فکره خالي کېږي.

خادم حسين زياته کړه چې د ژبو کمزوري کيدو سره يو قام خپل فرهنګ وبايلي او د نورو قامونو د فرهنګ تر اثر لاندې راشي. نوموړي زياته کړه چې د يو قام اجتماعي جماليات په مورني ژبه کې وی، او هغه بيا فرهنګ ته منتقلېږي، او چې کله مورنۍ ژبه له منځه ولاړه شي، نو هغه فرهنګ نه جماليات له منځه ولاړ شي. بلخوا د الف ب ت ادارې مشر زبېر توروالي له حکومته غوښتنه کوي، چې د دغو ژبو خوندي ساتلو لپاره پکار ده چې له غټو ژبو سره سره دا نورې ژبې هم قامي ژبې وګرځول شي. ده زياته کړه:

"له دې کار سره به خلک دغو ژبو ته متوجو شي. بېلا بېلې ادارې به ورته متوجو شي. په دغو ژبو به څېړنې وشي چې ورسره به د ژبو خونديکېدل ممکن شي."

په پاکستان کې د ځينو نورو غير سرکاري شميرو ترمخه ۷۳ ژبې ويل کېږي، او دا ټولې ژوندۍ ژبې دي. په دې کې ۶۵ ژبې مقامي دي او اته بهرنۍ دي. په دغو کې شپږاداري ژبې دي، ۱۸ ژبې د پرمختګ په حال کې دي ۳۹ ژبې داسې دي چې د پرمختګ توان لري، ۷ ژبې په مشکل کې دي او ۲ ژبې خو ګرسره په ورکېدو دي. په تېرو کلونو کې د ملګرو ملتونو يونيسکو ادارې ويلي ول چې په خيبر پښتونخوا، شمالي علاقو او د پاکستان تر انتظام لاندې کشمير او پر پوله پرتو علاقو کې ۲۷ ژبې په ختمېدو دي.

د يوې نړيوالې څېړنې ترمخه په ټوله نړۍ کې ۶۹۱۲ ژبې ويل کېږي، په دوی کې ۵۱۶ ژبې ورکې شوې دي. په هغه څېړنه کې دا هم ويل شوي دي چې ۳۶ فیصده ژبې د ګلوبلایزېشن ((نړۍوالتوب)) له وجې له خطر سره مخامخ دي.

XS
SM
MD
LG