ترکيوایي، د استنبول پر یو نایټ کلب پر دې وروستي برید سربېرهبه په شام کېخپلو پوځي عملیاتو ته دوام ورکړي او د کردانو او اسلامي دولت ډلې پر اهدافو به بریدونه جاري وساتي.
د ترکي مرستیال وزیراعظمنعمان کورتولموش د سېشنبې په ورځ وویل چې دویبه په پوره عزم سره دپولې بهرعملیاتو ته دوام ورکړي
کورتولموش په انقره کې خبري رسنیو ته وویل چېدوی بهد دغو ترهګرو ډلو د ختمو لوپورې عملیات جاري ساتي.
دا له هغه وروسته ده چې د استنبول پر یوه نايټ کلب په برید کې ۳۹ کسان ووژل شو.
د اسلامي دولت وسله والې ډلې د دې برید زمه واري منلې وه او ویلي یې وو چې دا په شام کې د انقرې مداخلت ته ځواب وو