د لاسرسي ځای

تازه خبر

کوټه: د فرنټیر کور په ګاډي برید ۶ سرتیري ژوبل شوي


کوټه: د فرنټیر کور په ګاډي برید ۶ سرتیري ژوبل شوي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:18 0:00

د بلوچستان په مرکز کوټه کې چارواکي وايي، پر باي پاس سرک د بمي چاودنې له کبله د فرنټیر کور شپږ سرتیري ژوبل شوي دي.چارواکي وايي، د دوشنبې پر سهار دغه چاودنه هغه مهال وشوه چې د سرحدي عسکرو موټر د روزنې د یو مرکز پر لورې د تګ په حال کې و.په کوټه کې د فرنټیر کور ویاند مشال راډیو ته وویل چې دغه بمي چاودنه د ریموټ په واسطه ترسره شوې ده.د پېښې ژوبل تنان د کوټې CMH روغتون ته د درملنې لپاره رسول شوي دي او ډاکټران وايي د یوه تن صحي وضع د اندېښنې وړ ده.چارواکي وايي له پېښې وروسته ځیني مشکوک کسان د امنیتي ادارو لخوا نیول شوي دي چې ترې پلټنې روانې دي. د برید مسولیت تحریک طالبان پاکستان قبول کړی دی. د بلوچستان لومړي وزیر ثناالله زهري پر امنیتي سرتیرو ترسره شوی دغه برید غندلی دی.

XS
SM
MD
LG