د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستاني پوځ مشر له افغان چارواکو سره د سیمې په امنیت خبرې کړي


د پاکستان پوځي چارواکي وایي د دغه هېواد د پوځ مشر قمر جاويد باجوه له افغان مشرانو سره د سولې او ثبات پر سر په ګډو هڅو خبرې کړي دي.

د پاکستان د پوځ ویاند جنرال اصف غفور پرون په خپل ټویټر پاڼه لیکلي وو چې قمر جاوید باجوه له افغان ولسمشر،اجراییه رییس او پوځ مشر سره په ټیلیفون خبرې کړي دي.

د جنرال غفور په خبره د پاکستان پوځ مشر باجوه په سیمه کې د سولې او ثبات لپاره د ګډ کار په خاطر په راتلونکي کال کې پر خپلې ارادې ټینګار وکړ او افغان مشرانو هم بلنه ورکړه چې کابل ته ورشي. افغان حکومت د دغه ټیلیفوني تماس په اړه څه نه دي ويلي. بلخوا پرون د پاکستاني وزيراعظم مشير سرتاج عزيز هم د پاکستان سرکاري ټي وي ته ويلي دي چې له افغانستان سره د اړيکو ښه کولو لپاره هلې ځلې کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG