د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ترکي په یو نایټ کلب په وسلوال برید کې ۳۵ کسان وژل شوي


د ترکي په استنبول ښار کې نن يو وسله وال په نايټ کلب بريد کې لږ تر لږه ۳۵ کسان وژلي او شا و خوا ۴۰ يې ژوبل کړي دي.

د استنبول ګورنر واصف شاهېن خبريالانو ته وويل چې د ترهه ګرۍ دغه پېښه يو وسله وال په يوازې سر ترسره کړې. ځينې رسنۍ وايي بريدکونکی چې د سېنټاکلاس په کالوکې وو ، کلب ته په داخلېدو سره سم يې په خلکو ډزې شورو کړې. راپورونه وايي په کلب کې د بريد پر وخت لږ تر لږه ۵۰۰ او زيات نه زيات۸۰۰ کسان موجود وو.

دا په داسې حال کې ده چې راپورونه وايي په استنبول کې د نوي کال خوشالېو مانځلو پر وخت د امنيت ټينګ ساتلو لپاره شا و خوا ۱۷۰۰۰ پوليس ځای پرځای کړل شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG