د لاسرسي ځای

تازه خبر

په شام کې د داعش یو مشر وژل شوی


د شام د بشري حقونو د څار ادارې پرون خبر ورکړ چې د اسلامي دولت وسله والې ډلې یو مهم مشر، ښايي، د شام په شمالي برخه کې، د یو ستراتیزيک ډیم پر سر د نښتې پر مهال وژل شوی وي.

د نوموړې ادارې مشر رامي عبدالرحمان واي: قوماندان ابو جندل الکویتي په جبر کلي کې هغه وخت ووژل شو چې د اسلامي دولت وسله والې ډلې غوښتل د امریکا تر حمایت لاندې د سوریې ډیموکراټو قواوو څخه د جبار کلی بیرته ونیسی، دا کلی یو ورځ وړاندې داعش له لاسه ورکړی و.

بل پلو د شام ځواکونو هم د ابوجندل وژنه تایید کړې او وايي هغه په طبقه سیمه کې د اوبو له بند سره نږدې په جګړه کې وژل شوی دی. د داعش ملاتړو هم په ټولنیزو رسنیو کې د نوموړي قوماندان له منځه تلل تایید کړي دي. عبدالرحمان وايي د امریکا په ملاتړ کې یاغي ځواکونه چې ورکې پیاوړي کردي ملیشه هم شامل دي، د داعش ځوابي بریدونه یې په شا تنبولي او د ډیم پنځه کیلومیټرۍ ته نږدې شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG