د افغان حکومت لخوا د اضافي ټیکس پر ضد پاکستاني او افغان ډرایوارانو په تورخم پوله خپل احتجاج له دوام ورکړی دی.
ډرایواران وايي، افغان حکومت ترې د ځمکې د ټیکس په نوم ۵ زره افغانۍ غواړي او دوی يې ورکولو ته تیار نه دي. دوی غوښتنه کوي چې غیر قانوني ټیکسونه دې ختم کړل شي.
د تورخم پولیټیکل چارواکي وايي چې د احتجاج په نتیجه کې د پولې دواړو غاړو ته په سلګونو ګاډي جمع شوي دي.
په دې اړه د افغان حکومت دریز له مخې ته نه دی راغلی.