د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان سترې محکمې لپاره نوی مشر قاضي وګمارل شو


د پاکستان صدر ممنون حسېن جسټس ثاقب نثار د سپريم کورټ راتلونکې چيف جسټس ګمارلو منظوري ورکړې ده.

د پاکستان قانون او انصاف وزارت په خپل یو یاداښت کې وویلي دي چې صدر ممنون حسېن د سپريم کورټ تر ټولو مشر جج جسټس ثاقب نثار نوم د چيف جسټس د عهدې لپاره منظوري ورکړې ده او نوموړې به د سپريم کورټ د ۲۵ چيف جسټس په توګه لوړه کوي.

د سپريم کورټ موجوده چيف جسټس انور ظهير جمالي به د روانې مياشتې په ۳۱ نېټه ریټايرېږي او جسټس ثاقب نثار به دا عهده سمبالوي. انور ظهير جمالي پروسږ کال (۲۰۱۵) چيف جسټس ګمارل شوی وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG