د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مطبوعاتي سلاکارحفیظ احمد میاخېل د سې شنبې په ورځ ازادي رادیو ته وویل، دا د ۲۰۱۵ م کال کې په مقایسه د پناه غوښتونکو افغانانو په شمېره کې کموالی ښیي.
د میاخېل په خبره په ۲۰۱۶ م کال کې اروپايي هېوادونو ته د افغانانو غیرقانوني تګ ښيي چې ښايي یادو هېوادونو په خپلو پولو کې سختۍ کمې کړي وي.
ښاغلي میاخېل زیاته کړه:
"د ۲۰۱۵ کال په پرتله په ۲۰۱۶کال کې د غیرقانوني مهاجرتونو کچه راټیټه شوې، دا بېلابېل عوامل لري. ځینو اروپايي هېوادونو پر خپلو پولو محدودیتونه وضع کړل، د کډوالۍ قوانین په کې سخت شول، یو شمېر افغانان په لارو کې مړه شول، ډېر یې له مالي زیانونو سره مخامخ شول، نوځکه دا کچه راټیته شوې ده."
ښاغلي میاخېل وویل، دا چې اروپایي هېوادونو ته د تګ په نیت، هره ورځ څومره افغان له هېواده وځي، کره شمېره یې څرګنده نهده.
دا په داسې حال کې ده چې په ۲۰۱۵ م کال څه باندې ۲۵۰۰۰۰ افغانانو خپل هېواد پرې ایښی او په غیر قانوني ډول اروپايي هېوادونو ته تللي دي.
ډیری افغانان د هېواد د پریښودلو لامل، ناامني او بېکاري ګڼي.
په ۲۰۱۵ م کې شاوخوا ۳۵۰۰ کسان اروپايي هېوادونو ته د تګ په لار، په اوبو کې ډوب شوي چې ۱۲ فیصده یې افغانان وو.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، کوم افغان کډوال چې په ۲۰۱۵ م کال کې اروپايي هېوادونو ته تللي وو، ۲۰۰۰ تنه یې تر اوسه په داوطلبانه توګه بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.
په ورته وخت کې د ولسي جرګې ځیني غړي وايي، اوس هم هره ورځ یو شمېر افغانان د ناامنیو له امله، اروپا ته د تګ په نیت له هېواده وځي.
د دې جرګې غړې فوزیه کوفي د سېشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د هېواد راتلونکی ناڅرګند سیاسي وضعیت بل لامل دی چې افغانان د هېواد پریښودلو ته اړ باسي.
نوموړې وايي:
"تر ټولو عمده دلیل ناامني او اقتصادي بېوزلي ده. دا چې هېواد کې څرګند لید لوری نشته، دوی د یوې نامعلومې هیلې په اساس خپل هېواد پریږدي. حال دا چې په دې هم نه پوهېږي چې برخلیک به یې څه وي."
افغانستان یو له هغو هېوادونو څخه دی چې د طالبانو په ګډون پهکې وسلهوال مخالفین او د داعش ډله شته.
فوزیه کوفي وایي، د دې لپاره چې حکومت د کډوالو مخه ونیسي، باید په هېواد کې د امنیت ټینګښت او کارموندنې ته هڅې تېزې کړي.
راپور: خان محمد سیند