د لاسرسي ځای

د پاکستان بهرنیو چارو سلاکار سرتاج عزیز په هند کې د اسیا زړه کنفرانس کې د پاکستان په باب د افغان ولسمشر څرګندونې خپه کوونکې، خو د افغانستان روان وضعیت ته په کتو د "پوهېدو وړ"بللي دي.

د یادولو ده چې ولسمشر محمد اشرف غني په یکشنبه د هند په امرتسر کې د افغانستان په باب د اسیا زړه کنفرانس کې پر پاکستان یو ځل بیا د ترهګرو ملاتړ کولو تور ولګاوه. نوموړي ته د وينا پر مهال وویل چې پاکستان د افغانستان د بیارغونې برخه کې ۵۰۰ میلیون ډالره مرستې اعلان کړی، خو ښه به دا وي چې دغه هېواد له دوی سره د دغو مرستو پرځای هلته د ترهګرو فعالیت له منځه یوسي او ترهګر وځپي.

د هند په امرتسر کې د اسیا زړه کنفرانس برخوال
د هند په امرتسر کې د اسیا زړه کنفرانس برخوال

د پاکستان د بهرنیو چارو سلاکار له هنده تر ستنېدو سمدستي وروسته په اسلام‎اباد کې خبري کنفرانس ورکړ او په هند کې يې د اسیا زړه کنفرانس کې د خپل ګډون او له دغه هېواد سره یې پر تاوتریخوالي سربېره امرتسر ته د تګ دفاع وکړه.

نوموړي په دې اړه وویل:

"موږ نه غواړو چې دوه اړخېزې لانجې پر څو- اړخېزو لانجو برلاسې کړو. لکه څنګه چې دا کنفرانس د افغانستان په اړه و، نو موږ له هند سره پر تاوتریخوالي سربېره پکې ګډون وکړ، ځکه موږ غوښتل چې له افغانستان سره یووالی وښیو او هاته د سولې او ثبات لپاره خپلې کړې ژمنې څرګندې کړو."

عزیز د کنفرانس اعلامیه ښه وبلله او ویې ویل چې دا اعلامیه په کنفرانس کې د برخوالو هېوادونو په سلا برابره شوې چې د ترهګرۍ مخنیوي لپاره پکې پر ټولو هېوادونو غږ شوی دی.

عزیز د پاکستان په اړه د افغان ولسمشر څرګندونې افسوسناکې وبللې، خو په خبره یې چې د افغانستان اوسني وضعیت ته په کتو دا څرګندونې د پوهېدو وړ دي.

نوموړي په دې اړه وویل:

"ښکاره ده چې د اشرف غني څرګندونې افسوسناکې دي، خو د دې ترڅنګ د پوهېدو وړ هم دي، ځکه چې په افغانستان کې د ترهګرۍ او د خلکو د مړینې کچه لوړه شوې او د پاکستان په پرتله پکې بمي چاودنې هم ډېرې شوي دي. هلته د مايوسۍ کیفیت دی او چې دغه مایوسۍ او په تېرو کلونو کې پر پاکستان د تورونو لګولو رجحان ته پام وکړو، نو پوهېږو چې دا ډول څرګندونې ولې کېږي؟."

سرتاج عزیز وايي د کنفرانس په څنډو کې یې له ولسمشر اشرف غني سره لیدلي
سرتاج عزیز وايي د کنفرانس په څنډو کې یې له ولسمشر اشرف غني سره لیدلي

عزیز وویل چې د کنفرانس په څنډو کې له ولسمشر اشرف غني سره په لیدنه کې هغه ته یو ځل بیا ډاډ ورکړ او هغه ژمنه یې تکرار کړه چې وزیراعظم نواز شریف په کابل کې ورسره د لیدنې پر مهال کړې وه او هغه دا چې "پاکستان به خپله خاوره د نورو هېوادونو پرخلاف کارېدو ته پرېنږدي."

د یادونې وړ ده چې په هند کې د افغانستان په اړه جوړ شوي اسیا زړه کنفرانس کې پر پاکستان سربېره شاوخوا د ۳۰ هېوادونو استازیو ګډون کړی و چې په افغانستان کې يې د سولې د ټینګښت پر لارو چارو خبرې وکړې.

راپور: ذبیح مومند

ستاسې نظر

تبصرې ښکاره کړئ

XS
SM
MD
LG