فرانس د شام حلب ښار په اړه د بحث لپاره د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بېړنۍ غونډۍ غوښتنه کړې ده.
د فرانس د بهرنیو چارو وزیر جين مارک ايرالټ نن ویلي د دغه ښار سختو جګړو او پرله پسې بشري ناورین ته په کتو دې ته اړتیا ده چې د دغه بحران د ختمولو لپاره یوه لاره وکتل شي.
د شام حکومتي ځواکونو د دوشنبې په ورځ د دغه ښار په ختیځ کې څو مهمې سیمې نیولي او له دې سره زرګونه ولسي وګړي له محاصره شوي ښار څخه ووتل.
د ۲۰۱۱ م کال راهیسې چې د شام د ولسمشر بشارالاسد د رژیم په وړاندې پاڅونونه پیل شوي دي، حلب ښار د ولسمشر د مخالفینو تر ټولو مهم مرکز دی.
د شام حکومتي ټېلويژن پرون اعلان وکړ چې د مخالفینو تر واک لاندې سیمې یې په دوو برخو ووېشلې.
که چیرې دغه ځواکونه د حلب ختیځ هم ونیسي، دا به د شام په کورنۍ جګړه کې د اسد رژیم لپاره یوه ستراتیژیکه بریا او د مخالفینو لپاره یو لوی ګوزار وي.