د لاسرسي ځای

تازه خبر

په امریکا کې د بس له چپه کېدو شپږ ماشومان وژل شوي


د امریکا په ټینیسي ایالت کې د ماشومانو د ابتدايي سکول د یو بس د چپه کیدو په پېښه کې لږ تر لږه شپږ ماشومان مړه شوي او نږدې ۲۴ نور ژوبل شوي دي.

د بیړنیو چارو اداره وايي په بس کې ۳۵ زدکونکي سپاره وو او د نومبر د ۲۱ مې په ماسپښین له حادثې سره مخامخ شوی.

د نوموړې ادارې مشر فریډ فلیچر وايي ۲۳ ماشومان روغتون ته وړل شوي دي.

دوی وايي د دې خبرې پلټنه کوي چې ایا بس د زیات رفتار له وجې له ډرایوره بې قابو شوی و که څنګه؟

USA Today لیکلي چې موټر چلونکی د پولیسو لخوا نیول شوی او پرضد یې پنځه بیلا بیلې دفعې لګول شوې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG