د سوات په سېدوشريف کې پرون لسګونو کورنېو د صوبايي حکومت پر ضد احتجاجي ناسته پېل کړې چې لا هم دوام لري.
دغه کورنۍ تور لګوي چې صوبايي حکومت دوی په زوره له خپلو کورونو وباسي. له مشال راډيو سره په خبرو کې ځینو کسانو وويل چې حکومت د دوی د کورونو پر زمکه روغتون او مېډيکل کالج جوړول غواړي خو د دې په بدل کې ورته د کورونو جوړولو لپاره متبادله زمکه نه ورکوي.
مظاهره چيان د سیدو شریف روغتون مخې ته د احتجاج په توګه ناست دي. صوبايي حکومت د سېدو شريف د دغو اوسيدونکو د دريځ په اړه تر اوسه څه نه ويلي.