د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان پر کنټرول کرښه د خپلو پوځیانو په وژنه خپګان ښودلی


د پاکستان وزیراعظم نواز شریف پر کنټرول کرښه د اووه پاکستانيو پوځیانو په وژنه خپګان ښودلې او ویلي یې دي چې دوی په بششبړه توګه د خپل ملک دفاع کولی شي.

د پاکستان وزیراعظم له هاوسه جاري شوې خبرپاڼې په وېنا چې د هند پوځ پر کنټرول کرښه په تاو تریخوالي سره د نړې پام له کشمیره اړول غواړي.

بلخوا د پاکستان داخله چارو وزارت په اسلام اباد کې د هند های کمېشنر ورغوښتی او خپل احتجاج یې ثبت کړی دی.

د پاکستان پوځ عامه اړیکو څانګې ای اېس پي ار ویلي بېګا شپه پر کنټرول کرښه د هند پوځ یو وارې بیا د پولې قانون سرغړونه وکړه او په بهیمبر سېکټر باندې يي ډزې شورو کړې چې په نتیجه کې یې اووه پاکستاني پوځیان ووژل شول.

واضحه دې وي دواړه ملکونه وخت په وخت په سرحدي سیمو پر یو بل ډزې کوي او د ۲۰۰۳ م کال د ډزبندې د معاهدې د خلاف ورزې تورونه هم لګوي

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG