د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کورمه کې پر امنيتي پوسته بريد، يو عسکر ژوبل


په قبايلي سيمه کورمه کېوسله والو پر امنيتي پوسته بريد کړی چې پکې يو عسکر زخمي شوی دی.

د چارواکیو په خبره پېښه د سېشنبې په شپه د تري منګل په سيمه کې شوې.

یو امنیتی چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط د چارشنبې په ورځ مشال راډيو ته وويل، وسله والو د بريد پر مهال امنيتي پوستې ته اور هم اچولی دی.

د ده په خبره په بريد کې د ملېشا ځواک عسکر ذين خټک ټپي شوی چې طبي حالت يې ښه نه دی.

چارواکی زياتوي چې تر دوه نیم ساعته يې له وسله والو سره جګړه کړې او پوسته يې له وسله والو بيرته نيولې.

امنيتي ځواکونو په سيمه کې د لټون عمليات پیل کړي دي.

يو ځايي کس زمرک حسېن مشال ریډيو ته ويلي چې تر بريد وروسته امنيتي ځواکونو سختي پيل کړي او د خلکو تلاشياني اخلي.

تحريک طالبان پاکستان حکيم الله ډلې وياند د چارشنبې په ورځ مشال راډیو ته ټيليفون کړی او د بريد ذمه واري یې منلې ده.

بلخوا تحريک طالبان پاکستان وياند محمد خراساني د چارشنبې په ورځ مشال راډيو ته په رالېږل شوي برېښنا-ليک کې ادعا کړې چې بريد د دوی وسله والو کړی دی.

تري منګل د برې کورمې سيمه ده چې ډېورنډ کرښې ته څیرمه ده.

تردې مخکې وسله والو طالبانو د اکتوبر په څوارلسمه نیټه هم په خرلاڅو کې پر امنيتي پوسته ځانمرګی برید کړې و چې په کې د ایف سي ځواک درې سرتېري ټپيان شوي ول.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG