د لاسرسي ځای

تازه خبر

کوټه کې ویر او کاربندیز دی


کوټه کې ویر او کاربندیز دی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:57 0:00

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند او د کوټې تاجرانو کاربندیز کړی دی. همدارنګه د کوټې وکيلانو هم پر پوليس روزنيز مرکز د ترهګر بريد پرضد له عدالتونو بايکاټ اعلان کړ.

په کوټه کې د نهې/سېشنبې ورځ پر پولیس روزنیز مرکز د خونړي برید په غبرګون کې نن چارشنبه/شورو ورځ د بلوچستان حکومت درې ورځنی ویر اعلان کړی دی چې نزدې ۶۱ نوي روزلکېدونکي پولیس سربازان پکې وژل شوي او ۱۲۲ نور ژوبل دي.

نورو سیاسي ګوندونو هم دا پېښه غندلې ده. د جمیعت علما اسلام پارلیماني غړی مولانا عبدالواسع وايي د ناکامه حکومتي تګلارو له وجې دا ډول پېښې مخې ته راځي.

کراچۍ: په کوټه کې د خونړي برید پرضد د پښتونخوا زدهکوونکیو سازمان لاریون
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:13 0:00

په کراچۍ کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند زده کوونکي سازمان پښتونخوا سټوډنټس ارګنایزېشن او شییعه علما کونسل د نهې په ورځ په کوټه کې د ترهګرۍ پېښې د برید پرضد مظاهرې وکړې. دوی دا پېښه وغندله او له حکومته یې د پلټنو کولو او د ترهګرۍ مخنیوي غوښتنه وکړه.

د پاکستان وزیر اعظم نواز شريف پرون سېشنبه له دې پېښې سره په تړاو په کوټه کې په يوه غونډه کې د کوټې ښار پر امنيتي تدابيرو اندېښنه څرګنده کړې او ويلي يې دي چې افغانستان ته به د دې بريد په اړه خپل اعتراض وړاندې کړي.

خو په پاکستان کې د افغانستان سفیر حضرت عمر زاخېلوال وايي پاکستاني چارواکي غیر مسولانه بیانونه ورکوي چې ګواکې د کوټې پر پولیس روزنیز مرکز برید له افغانستانه کنټرولېده. نوموړی وايي دغه ادعاوې ناسمې دي او پاکستاني چارواکي دې داسې بیانونه نه ورکوي.

نوموړي د بلوچستان پولیسو روزنیز مرکز پر هاسټل برید وغانده او ټینګار یې وکړ چې افغان حکومت د ټولو ترهګرو ډلو پرضد مبارزه کوي.

د دوشنبې په ماسخوتن کوټه کې د پوليسو پر روزنيز مرکز په بريد کې د وژل شويو پوليسو ځوانانو مړي خپلو سيمو ته ورسول شول او خاورو ته وسپارل شول.

دغه ټول هغه سرتېري وو چې په پوليسو کې په دنده ګمارل شوي او روزل شوي وو او په دې وروستيو کې خپلو کورونو ته ستانه شوي وو، خو د وړمې ورځې له خونړي بريده ژوندي ژغورل شوي سرتېري وايي، د دوى روزنه پاى ته رسېدلې وه، خو نه ‌پوهېږي چې دوى ولې بیرته راوبلل شول او په لسګونو ملګري يې د ترهګرۍ په پېښه کې ووژل شول او ټپيان شول.

پر پوليس روزنيز مرکز د بريد مسوليت داعش او د پاکستاني طالبانو د کراچۍ څانګې اخيستى، خو د بلوچستان د ملېشه ځواکونو مشر په‎کې د لښکر جنګوي «العالمي» ډله دخيله بولي.

د کوټې پولیس روزنیز مرکز
د کوټې پولیس روزنیز مرکز

دا چې دغه بريد هر وسله‎وال سازمان تر سره کړى، خو د بلوچستان خلک، سياستوال او سياسي څېړونکي دا پوښتنه کوي چې په کوټه ښار کې پر هره څلور لاره د امنيتي پوستو او د خلکو پر سختو تالاشيو برسېره وسله‎وال څنګه بريالي کېږي چې له وسلو سره ښار ته راننوځي او پر خلکو ډله‌ييز بريدونه کوي.

د پوليسو پر مرکز په بريد کې له شاوخوا يو سل او شل ټپيانو څخه ٤٥ برسېرن ټپيان تر درملنې وروسته خپلو کورونو ته تللي او د اتيا په شاوخوا کې ټپيان لا هم په بېلابېلو روغتونونو کې بستر دي چې په هغوى کې لا هم د شاوخوا لسو کسانو حالت مرګونى بلل کېږي.

په کوټه کې د ترهګرۍ پېښه کې یو ژوبل پولیس سرباز په روغتون مې تر درملنې لاندې دی
په کوټه کې د ترهګرۍ پېښه کې یو ژوبل پولیس سرباز په روغتون مې تر درملنې لاندې دی

XS
SM
MD
LG