د لاسرسي ځای

تازه خبر

په موصل کې د داعش خلاف پراخه عملیات پیل شوي


د امریکا ولسمشر باراک اوباما په نهې/ سېشنبې ویلي د عراق موصل ښار د نیولو لپاره لا هم عملیات روان دي، او ډېر زر به په دغو سیمو خپل کنټرول تر لاسه کړي.

ولسمشر اوباما دا هم وویل، د دغو عملیاتو مشري عراقي عسکر کوي او دوی باور لري چې په موصل کې به اسلامي دولت وسلوالې ډلې ته ماتې ورکړای شي.

ولسمشر اوباما دا خبرې له هغې یوه ورځ وروستو کړي چې عراقي حکومت د دغو عملیاتو په اړه تفصیل ورکړ، وزیر اعظم حیدر العبادي وویل، د دغو عملیاتو مشري عراقي عسکر کوي، او هغه وخت نږدې دی، چې دوی به د داعش خلاف مهمې بریاوې ترلاسه کړي.

عبادي دا هم وویل لومړی به دغه ښار ته عراقي عسکر ورننوځي. بلخوا ولسمشر بارک اوباما وویل، د اسلامي دولت وسلوالو دغه ښار په ۲۰۱۴ کال کې نیولی وو، چې ډیر زر به له ماتې سره مخامخ شي.

بلخوا عراقي عسکر لا هم په په دغه سیمه کې د داعش خلاف په جګړو بوخت دي. پینټاګان تېره ورځ وویلي وو عراقي عسکر د ټاکل شوي وخته مخکې دغه سیمو ته تللی دي، او تر اوسه داسې باور کیږي چې د اسلامي دولت ډلې خلاف به کامیابي تر لاسه کړي.

که څه دغه عملیات په یوه ورځ کې ندي تر سره شوي، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند پیټر کوک وایي عراقي او اتحاديعسکر له وړاندې نه د موصل کلیو ته تللي وو، دغلته د زیاترو کلیو نه خلکو خوندي ځایونو ته کډې کړي دي.

عراقي پوځي چارواکي وایي د موصل شاوخوالوګي خیژې ځکه چې وسلوال د ځانون د خوندي ساتلو او هوایي بمبارۍ نه بچ کیدو لپاره ټیرونه سوزوي.

دغه عملیات چې د ۲۰۱۱ کال وروستو تر ټولو لوی ګڼل کیږي، پکې څه نا څه ۳۰۰۰۰ عراقي عسکر برخه لري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG