د لاسرسي ځای

تازه خبر

ګلاب منګل د ننګرهار نوی والي نومول شوی


د افغانستان د سرحداتو پخوانی وزیر محمدګلاب منګل د ننګرهار ولایت د نوي والي په توګه نومول شوی دی.

ښاغلی منګل تر دې وړاندې د افغانستان د ځینو نورو ولایتونو والي هم پاتې شوی او د ولایت قومي جوړښت ته پام د ولسمشر اشرف غني په ځانګړي فرمان په نوي منصب ټاکل شوی دی.

ګلاب منګل نه وړاندې د ننګرهار دوه والیانو عطاالله لودین او سلیم خان کندوزي استعفی ورکړې وه. دواړو په یاد ولایت کې د اداري فساد تر شا د ځینو مافیايي کړیو د شتون خبره پورته کړې وه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG