د لاسرسي ځای

تازه خبر

مجیدخان اڅکزی: بلوچستان کې څلور سوه اربه روپۍ ورکې دي


مجیدخان اڅکزی: بلوچستان کې څلور سوه اربه روپۍ ورکې دي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:01 0:00

په بلوچستان کې د روغتیا او تعلیم په اړه د عمومي احتساب کمېټۍ (پبلیک اکاونټس کمېټۍ) چیېرمېن مجید خان اڅکزي ویلي دي چې په تېرو ۱۷ کلونو کې په یادو دواړو محکمو کې نه یوازې په لویه کچه درغلي شوي ده بلکې په عملي توګه له ناکامۍ سره مخامخې دي. د نوموړي په وینا چې په صوبه کې ۵۰ زره مامورین داسې دي چې حکومتي تنخاګانې اخلي خوکار ته نه ورځي. د صحت او تعلیم په باب د ترسره شوې یوې غونډې وروسته له مشال راډیو سره په خبرو کې په بلوچستان اسمبلۍ کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند غړي او د عمومي احتساب کمېټۍ چیرمیېن مجید خان اڅکزي وویل چې په تېرو ۱۷ کلونو یوازې د تعلیم او روغتیا په ادارو کې تر څلور سوه اربه روپيو زیاتې پیسې ورکې کړل شوې دي. د مشال راډيو خبریال ایوب ترین رپوټ لري

XS
SM
MD
LG