د کوټې په نوي کلي کې د برید ویډیو
د بلوچستان د کوټې ښار پولیسو د یکشنبې په ورځ مشال راډیو ته وویل چې ناڅرګندو وسلوالو په نوي کلي کې په یو کور ډزې کړي چې په پایله کې یې یو ماشوم او دوه مېرمنې وژل شوي او یوه بله ماشومه او مېرمن ژوبلې شوې هم دي.د سرحدي ځواکونو په وینا برید کونکي له بریده وروسته تښتیدلي دي، پولیسو د نامعلومو کسانو خلاف دوسیه جمع کړې او لټون یې پیل کړی دی، خو دمګړۍ ته څوک نیول شوي نه دي. د مشال راډیو خبریال ایوب ترین چې د پېښې ځای ته ورغلی ویډیو یې جوړه کړېده.