د لاسرسي ځای

تازه خبر

زیارتوال: د بلوچستان د تعلیمي کچې د لوړولو لپاره کار کوو


عبدالرحیم زیارتوال
عبدالرحیم زیارتوال

د بلوچستان د تعلیم وزیر په یاده صوبه کې د تعلیمي کچې د لوړوالي لپاره د ګڼو پروژو د پیلولو خبر ورکړ.

عبدالرحیم زیارتوال مشال راډیو ته وویل چې دوی په تېرو درېوو کلونو کې د تعلیمي ادارو اوپه سکولونو کې د ماشومانو شمیر زیاتولو، په مکتبونو کې د استاذانو د موجودیت د یقني کولو او په امتحانونو کې د نقل مخنیوي لپاره مختلف کارونه کړي دي.

« تر اوسه شپږ په سلو کې ماشومان له شخصي سکولونو څخه حکومتي سکولونو ته راغلي دي. دا یوه لویه شمېره ده، ۲۰۰۰ نوي پرایمري سکولونه جوړوو او د ۵۰۰۰ سکولونو پراخوالی مو هم په پام کې نېولی دی.»

نوموړي زیاته کړه چې په صوبه کې شاوخوا ۵۰۰ مډل سکولونو اړتیا ده.

بلخوا د تښونې او روزنې لپاره د غیرسرکاري ادارو ځنو کارکونکو مشال ریډیو ته ویلي چې سږکال په بلوچستان کې د تعلیم شرح د پاکستان د نورو سیمو پرتله نوره هم ټیټه شوېده.

XS
SM
MD
LG