د لاسرسي ځای

تازه خبر

عمران خان وايي،نواز شریف دې احتساب ته وړاندې شي


د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان ویلي ، دوی په ملک کې د درغلیو نیونکې ادارې نېب له مشرتابه تپوس کوي چې ولې د وزیراعظم نواز شریف پر ضد ګامونه نه اخلي.

عمران خان دا خبرې د جمعې په ورځ په رایونډ کې احتجاجي غونډې ته وویل، که نواز شریف تر محرمه ځان احتساب ته حاضر نکړ نو حکومت به چلېدو ته نه پرېږدي.

عمران خان دا احتجاج په پاناما اسنادو کې د وزیراعظم نواز شریف د زامنو د نومونو تر راتلونکو وروسته پیل کړی دی.

خو مسلم لیګ نون ډله وايي چې نواز شریف هیڅ غیرقانوني کار نه دی کړی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG