د لاسرسي ځای

تازه خبر

د روسیې ډوما لپاره ټاکنو کې واکمن یوموټی ګوند پرمخ دی


د روسیې وزيراعظم دیمیتري مېدوېدېف
د روسیې وزيراعظم دیمیتري مېدوېدېف

په روس کې د پارلماني انتخاباتو نتيجې ښيي چې حکومتي ګوند یوموټي (يونايټېډ) روس په سلو کې څه باندې ۵۳ رایې ګټلې دي. د سرکاري نتيجو له مخې پرون یکشنبه د لاندې ايوان (ډوما) لپاره اچول شوي نيمايي رایې

شمېرل شوي.

د یوموټي روس ګوند کانديدان چې د ولسمشر ولادمير پوتین ملاتړ لري په ۲۰۳ او ۲۵۵ حلقو کې هم مخ پروړاندې روان دي، په دې کې به له هرې حلقې څخه يواځې يو اميدوار پارلمان ته بريالی کېږي.

د روس مرکزي الېکشن کمېشن چې نن دوشنبه يې دغه نتيجې علان کړلې، ويلي دي کېدای شي يونايټېډ روس د ډوما په څلور نيم سوه څوکېو کې څه باندې درې سوه څوکۍ ترلاسه کړي چې د پارلمان په لاندې ايوان کې د اکثريت ترلاسه کولو لپاره کافي دي.

د روس وزيراعظم دیمیتري مېدوېدېف د رایورکولو مرکزونو له بندیدو وروسته د يوموټي روس ګوند پلویانو غونډې ته په وینا کې د خپل ګوند د بريا خبر ورکړ:

(غواړم د خپل هېواد له ټولو وګړو مننه وکړم چې د رایوورکولو مرکزونو ته ولاړل. د خپلو مدني رويو مظاهره يې وکړه او رایې يې ورکړې. دوی په زیات شمېر کې د يونايټېډ روس ګوند ته رایې ورکړې او زموږ ګوند یې بریالی کړ.)

د رایو نتايج ښيي د درو نورو ګوندونو کانديدانو دومره څوکۍ ګټلې دي چې په ولسي جرګه یا قامي اسمبلۍ (ډوما) کې خپل استازيتوب يقيني کړي.

XS
SM
MD
LG