د لاسرسي ځای

تازه خبر

جلال اباد: ماين چاودنې يو کس وژلی او يو ټپي کړی


د افغانستان د ننګرهار ولايت چارواکي وايي، نن سهار د ماین په چاودنه کې یو کس وژل شوی او یو بل ټپی شوی دی.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاني نن مشال راډيو ته وویل چې چاودنه نن سهار شپږ بجې د جلال اباد ښار په لومړۍ ناحیې کی د یوه دکان مخې ته شوې. نوموړی زياتوي چې په دې اړه پلټنې پیل شوې دي.

تراوسه چا د دې پېښې مسوولیت نه دی منلی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG