د لاسرسي ځای

تازه خبر

شام کې د ژوبل ماشوم تصویر اوربند راوړ


روسیې تر هغې وروسته په محاصره شوي ښار حلب کې د دوو ورځو اوربند اعلان کړی چې تېره ورځ پر انټرنیټ د هغه شامي هلک وېروونکې ویډیو خپره شوه چې په هوايي برید کې ژوبل شوی وو.

په ویډیو کې ښودل شوي چې دا هلک حیران او ستړی په امبولانس کې ناست دی، وجود یې له ګردونو ډک دی او مخ یې په وینه لړلی دی. ویډیو د شاميو یاغیانو پیاوړي مرکز د هغې وېرې ښکارندویي کوي چې دا ښار یې ځپلی دی او له میاشتو راهیسې د روسیو هوايي بریدونو په ملاتړ حکومتي ځواکونو محاصره کړی دی.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاند جان کېربي د حلب د دې هلک په اړه وویل، ((دې وړوکي ماشوم په ژوند کې یوه ورځ هم داسې نه ده لیدلې چې په هېواد کې یې جنګ، وژنه، تباهي او بې وزلي نه وه.)) روسي جنرال اېګور کوناشېنکوف بېګا ناوخته وویل، د راتلونکې اوونۍ په اوربند کې به حلب ته د بشري مرستو رسولو زمینه برابره شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG