د لاسرسي ځای

تازه خبر

کونړ: د خپلواکۍ پر جشنوالو برید دوه مړه ۴۹ ژوبل


د کونړ په مرکز اسعداباد کې خلک له انګریزانو د خپلواکۍ بیرته اخیستلو د۹۷ کلیزې په لمانځلو بوخت ول، هره خوا د افغانستان درې رنګه بیرغونه رپېدل، ځوانانو او ماشومانو د هېواد بیرغونه پر خپلو مخونو او لاسونو جوړ کړي ول، په ولایت کې د هیواد ازادۍ ترانې زمزمه کېدلې چې ناڅاپه د هاوانونو لګېدو غږونه پورته شول او د افغان ولس خوښۍ یې په ویر او غم واړولې.

دکونړ والي وحیدالله کلیمزي ازادۍ راډیو ته وویل په پېښه کې دوه تنه وژل شوي او نزدې پنځوس ټپیان دي

« د افغانستان زبون او ذلیل دښمن دهاوانونو درې ګولۍ راوویشتلې چې پکې دوه تنه وژل شوي او نهه څلویښت ټپيان دي ټول ولسي وګړي دي .»

دولایتي شورا رئیس حاجي جمال الدین (سیار) ازادۍ راډیو ته وویل نن افغانانو د انګریزي امپراتورۍ خلاف شعارونه ورکول، د خپلو غازیانو او شهیدانو یاد يې تازه کولو، د دې پرځای چې وسله والو مخالفینو دغه ورځ لمانځلی وای او له نورو افغانانو سره یې خپل غږ یو کړی وای خو هغوی هغه خلک په نښه کړل چې چا دانګریزي امپوراتورۍ غندنه کوله:

«داچې نن د افغانانو لپاره د ډېرې خوښۍ ورځ وه. نن دازادۍ د۹۷ مې کلیزې دلمانځنی جشن و، د ماشومانو، ځوانانو او لویانو لخوا ډیر ښکلي مراسم و. خو بدبختانه چې زموږ دوطن ددښمنانو لخوا داسې عمل ترسره شوې چې پکې دوه تنه ولسي وګړي شهیدان شول او پنځه څلویښت تنه ټپيان شول. موږ دغه نا ځوانمردانه برید غندو.»

مولوي نجیب الله حقیار وايي افغانان د خپلو مشرانو په کارنامو ویاړي او که هرڅومره له ستونزو سره مخامخ شي بیا به هم دغه ډول تاریخي ورځې لمانځي.

«زه دغه برید په کلکه غندم،دابه بیاهم کېږي. خو زموږ ملي احساس به تر دې زیات ژوندی او پیاوړی وي. موږ د خپل هېواد د ابادۍ او ځمکنۍ بشپړتیا ساتلو لپاره پوره هلې ځلې کوو.»

په کونړ کې ولسي خلکو ته په داسې حال کې دغه مرګ ژوبله واویښته چې د هېواد په اکثرو سیمو کې له انګریزانو څخه د خپلواکۍ ګټلو په ویاړ جشنونه جوړ شوي ول.

راپور : روح الله – انوري

XS
SM
MD
LG