د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغان هوايي پوځ شمال زون ته جنګي الوتکي وسپارل شوې


د افغانستان هوايي قوتونو عمومي قومندان ډګر جنرال عبدالوهاب وردک د شمال زون دې امنیتي وضعیت د څېړلو او همدارنګه د دې زون هوايي ځواکونو ته د څلورو جنګي الوتکو د تسلیمولو په خاطر مزارشریف ته سفر کړی دی.

ښاغلي وردک د مزارشریف په هوايي ډکر کې د یوه خبري کنفرانس په ترځ کې رسنیو ته وویل، چې د هېواد هوايي ځواک د تجهیز کېدلو په حال کې دی او لا هم په سلګونه انجینران او پیلوټان د زده کړو لپاره په امریکا، چک جمهوریت او په متحده عربی اماراتو کې په زده کړو بوخت دي.

هغه وویل چې په روان کال کې به له دغو کسانو ډېر شمېر د زده کړو له بشپړولو بېرته د دندې ترسره کولو لپاره هېواد ته راستانه شي.

هغه وویل:

"موږ پيلوټان لرو په امریکا، چېک جمهوریت او متحده عربو کې به زده کړو بوخت دي، چې ډېر ژر به خپل هېواد ته راستانه شي او ورکړل شوي مسوولیتونه به پرځای کړي."

د هوايي ځواکونو عمومي قومندان وویل چې د هر پیلوټ په تربیه کابو ۱.۵ میلیونه دالر مصرف راځي.

هغه وویل چې اوس مهال د افغانستان هوايي پوځ کې مختلفې جنګي طیارې موجودي دي لکه اې ۲۹، ام آی ۱۷ او ام آی ۲۴ چې د طالبانو او مختلفو تروریستانو په لمنځه وړلو کې ترې کار اخستل کیږي.

هغه وویل چې ۱۳۹۴ کال د افغان هوايي ځواکونو لپاره تر ټولو خونړی کال وو او پدې کال کې د طالبانو په حملو کې ډېری انجینران او پیلوټان ووژل شول.

وردک زیاته کړه:

" ۱۳۹۴ کال د افغان هوايي ځواکونو لپاره خونری کال وو، چې پکې زمونږ انجینران او ډېر پیلوټان ووژل شول."

د جنرال وردک په خبره چې ډېری نظامي تجهیزات د افغان هوايي ځواکونو لپاره په ۱۳۹۵ کال کې مساعد شوي او تر ډېره پکې امریکا او هند نقش لري.

دوی وايي چې د هوايي ځواکونو په سمبال کېدو ځمکني قوتونه هم کولی شي، چېزمونږ په مرسته په ډېر کم وخت کې تروریستان له منځه وسي او زالې یې نابودې کړي.

جنرال عبدالوهاب وايي چې د افغانستان په څه باندې ۲۰ ولایتونو کې اې ۲۹ جنګي الوتکې کارول کیږي چې کم مصرفه او چټکې جنګي طیارې دي او نن هم د ناتو ځواکونو لخوا افغان پوځیانو ته په شمال زون کې څلور دا ډول الوتکې ورکړل شوې.

په داسې حال کې ناتو ځواکونو افغان هوايي پوځیانو ته ۴ اې ۲۹ الوتکې ورکړې، چې په تازه ګۍ سره د وراسا په غونډه کې د دې سازمان مشرانو تعهد کړی وو، چې نږدې راتلونکي کې به د افغانستان هوايي پوځ په پرمختللو جنګي تجهیزاتو سمبالوي.

مجیب الرحمن حبیبزی

XS
SM
MD
LG