د ایران ولسمشر حسن روحاني ویلي، له خپل ترکي سیال رجب طیب اردوغان سره یې خبرې کړې او په ترکي کې د حالاتو پرځایکولو لپاره یې هغه وستایلی.
سرکاري خبري اژانس ایرنا د ولسمشر روحاني په حواله ویلي دي، "پر دې خوشاله یو چې په خپل ملګري هېواد ترکي کې د ثبات بحاله کېدو شاهدان یو. " نوموړي زیاته کړې چې په ترکي کې سوله او ثبات به د ټولې سیمي امنیت بهتره کولو ته لاره جوړه کړي.