د لاسرسي ځای

تازه خبر

کابل: جان مکېن له افغان ولسمشر سره لیدلي


په کابل کې د امریکا سفارت وایي، د امریکا سنا پوځي خدماتو کمیټۍ مشر جان مککېن په مشرۍ د سناتورانو یوه پلاوي نن دوشنبه له افغان ولسمشر محمد اشرف غني او اجراییه رییس عبدالله عبدالله سره کتلي دي.

د امریکا له سفارته په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دې خبرو اترو کې دواړو لوریو د افغانستان پر امنیتي وضعیت او دوه اړخیزو مسایلو خبرې کړې دي.

امریکایي سناتورانو ژمنه کړې چې امریکا به د پرېکنده ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې له افغان حکومت سره په امنیتي برخو کې خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

د امریکا سنا مجلس دغه پلاوی تر دې وړاندې پاکستان ته تللی او هلته یې له پاکستانيو چارواکو سره خبرې کړې دي.

تمه ده چې دا پلاوی نن ناوخته په یوه خبري کنفرانس کې هم راڅرګند شي او له خبریالانو سره خبرې وکړې

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG