د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکا ویرجنیا کې سېلابونو او طوپاني بادونو ۲۳ کسان وژلي


د امریکا په ویرجنیا کې د سیلابونو او طوپاني بادونو له امله لږ تر لږه ۲۳ کسان وژل شوي دي.

په ویرجنیا کې ۵۵ ناحیې دي چې په ۴۴ ناحیو کې یې بېړنی حالت اعلان شوی.

چارواکي وایي چې په مړو شوو کسانو کې یو اته کلن او بل څلور کلن ماشوم دی.

د دغو سیلابونو له امله تر سلو ډېر کورونه وران شوي او د زرګونو کسانو بریښنا قطع شوې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG