د لاسرسي ځای

تازه خبر

اوپېک د تېلو پر نرخ یوه خوله نه شول


د تېلو پیدا کوونکو هېوادونو ټولنه اوپېک د تېلو بیو او نړیوال بازار ته د دې رسد منظمولو په اړه موافقې ته نه دي رسېدلي.

تېره ورځ په ویانا کې تر غونډې وروسته اوپېک په یوه بیان کې وویل، د غړو هېوادونو وزیرانو ټینګار وکړ چې ټول باید د یوه باثباته بازار لپاره کار وکړي، خو څه خاص ژمنې یې ونکړې.

تر غونډې مخکې ایران د سعودي عرب هغه اقدامات رد کړل چې د تېلو پیداوار یو رسمي هدف ټاکلو لپاره دې د اوپېک همغږي بیا ژوندۍ کړل شي.

تهران غواړي ورته اجازه وي چې د تېلو پیداوار هغه کچ ته ورسوي چې د اټومي پروګرام پر سر تر بندیزونو مخکې یې درلود.

د ویانا دا غونډه پر داسې وخت شوې چې په ورستیو کې د تېلو نرخ لوړ شوی دی.

له جنورۍ راهیسې د تېلو بیه شاوخوا ۸۰ فیصده لوړه شوه او ۵۰ امریکايي ډالره في بیرل ته ورسېده. هغه میاشت په نړیوال بازار کې د تېلو بیه د څه د پاسه یوې لسیزې په موده کې تر ټولو ټیټې سطحې ته رسېدلې وه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG