د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان د افغان طالبانو او حقاني شبکې ضد سم ګام نه اخلي


د امریکا بهرنیو چارو وزارت وايي، پاکستان د افغان طالبانو یا حقاني وسله والې شبکې پر ضد د ((پام وړ اقدامات)) نه دي کړي.

تېره ورځ وزارت د نړیوالې ترهګرۍ په اړه کلنی رپورټ خپور کړ چې پکې راغلي، پاکستان د افغانستان سولې بهیر بیا پیلولو ملاتړ کړی خو د هغو وسله والو ډلو ((د صلاحیت محدودولو لپاره یې د پام وړ اقدامات نه دي کړي چې په افغانستان کې د امریکا ګټو ته ګواښ ولاړوي.))

رپورټ زیاتوي، پاکستان تېر کال د ځېنو نورو ((سختدریځه ډلو)) لکه ((لشکر طیبه او جیش محمد)) پر ضد هم ((کافي اقدامات)) نه دي کړي او دا چې دې ډلو په هغه هېواد کې خپل فعالیت، روزنې، تنظیم او د مالي سرچینو پیدا کولو ته دوام ورکړی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG