د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ترکیې نوی وزیراعظم کابینه جوړوي


د ترکيې ولسمشر رجب طیب اردوغان دفتر پرون ناوخته په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې ولسمشر د عدالت او پرمختګ حکمران ګوند له نوي ټاکل شوي مشر بینالي یلدرم څخه غوښتي چې د کابینې غړي غوره کړي.

یلدرم چې د اردوان له نژدې متحدانو څخه دی پرون د عدالت او پرمختګ د مشر او وزيراعظم په توګه غوره شو.

شپیته کلن یلدرم چې د عدالت او پرمختګ ګوند له بنسټ ایښودونکو څخه دی په مخکینۍ کابینه کې د ټرانسپورټ او مواصلاتو وزیر وو.

نوموړي پرون يوې غونډې ته په خبرو کې وویل چې د ده لومړیتوب به په اساسي قانون يا آيين کې هغه بدلون راوستل وي چې ولسمشر ته پراخ صلاحیتونه ورکوي.

دا هغه لانجمنه مسله ده چې ویل کیږي د مخکیني وزيراعظم احمدداود اوغلو او ولسمشر اردوغان ترمینځ پرې اختلاف رامینځ ته شوی و.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG