د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان کې وزیرستاني کډوال وايي لا خپلو کلیو ته نه ستنېږي


د افغانستان په خوست او پکتيکا کې مېشته وزيرستاني کډوال وايي لا يې هم په خپلو سيمو کې امنيت او د ژوند بنيادي سهولتونه نشته نو ځکه واپس تللو ته زړه نه ښه کوي. دوی کې ځينو يې نن مشال ريډيو ته وويل سره له دې چې د افغان حکومت مرستې ورسره کمې شوي خو بيا هم هملته خوشاله دي.

بلخوا د خوست د والي ویاند مبارز ځدراڼ نن مشال ريډيو ته وويل چې دغو وزيرستانيانو سره به د خوراک او د روغتيايي سهولتونو مرستې جاري ساتي.

خوا او شا نوي زره وزيرستانيان هغه مهال د ډيورنډ کرښې آغاړه خوست او پکتيکا ته لاړل چې د پاکستان پوځ په ۲۰۱۴ کال کې قبايلي سيمو کې ضرب عضب پوځي عمليات پيل کړل.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG