د لاسرسي ځای

تازه خبر

بنګله دېش: تالندې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې


فایل فوټو
فایل فوټو

د بنګله دېش چارواکي وايي د شنبې او یکشنبې په ورځو د تالندې ( اسماني برېښنا ) پرېوتو پېښه کې له پنځوسو زیات کسان مړه شوي دي.

د سیمه ائیزو رسنیو د راپورونو له مخې مړه شوي زیاتره کسان کروندګر دي چې په خپلو فصلونو او پټیو کې د کار پر مهال پرې تندر لویدلی دی. په دې طبعي پیښو کې لسګونه نور کسان ژوبل شوي هم دي.

د بنګله دیش د قدرتي افتونو سره د مبارزې څانګې مشر محمد ریاض د امريکا غږ ته ويلي چې د تالندې له کبله زياتې مرګژوبلې دوی اندیښمن کړي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG