د لاسرسي ځای

تازه خبر

'په پاکستان کې مطبوعات ازاد دي خو خبریالان نه'


نن د درستې نړۍ په ګډون په پاکستان کې هم د مطبوعاتو ازادۍ نړیواله ورځ لمانځل کېږي چې موخه یې د مطبوعاتو ازادۍ دفاع او د خبریالانو هڅو ته پيرزوینې وړاندې کول دي.

د ملګرو ملتونو د تعلیم، ساینس او کلتور څانګې په وینا چې سږ کال د مطبوعاتو ازادۍ ورځ په دې موخه لمانځل کېږي، چې مالوماتو ته د پراخه لاسرسی، او خبریالانو ته د خپلو دندو تر سره کولو لپاره خوندي چاپېریال ورکړل شي.

په پاکستان کې د مطبوعاتو او خبریالانو حقونو لپاره کارکونکي وايي په دغه ملک کې مطبوعاتو د پخواني پوځي ولسمشر پروېز مشرف په واکمنۍ کې پرمختګ وکړ خو لا هممطبوعاتو ته په مکمله توګه ازادي نه ده حاصله.

د دې په وینا چې نن هم خبرلایان مشکلات لري، نه خو ورته د نوکریو تحفظ ترلاسه دی او نه یې د کېسونو په سمه توګه پلټنې کېږي.

له مشال راډیو سره په خبرو کې په اسلام اباد کې خبریال مطیع الله جان وویل:

''تر ټولو لوی مشکل د تحفظ معامله ده، خبریالان د ترهګرۍ خلاف جنګ کې کار کوي. زموږ خبریالان هغه که په قبایلی سیمو، خېبر پښتونخوا او که په ټول ملک کې دي، هغوی د ترهګرۍ خلاف جګړې رپورټنیګ کوي نو هغوی ته د وسله والو ډلو او ریاستي ادارو له فشار سره مخامخ وي او که یو خبریال ووژل شي نو د هغه قاتلان نه نیول کېږي. او موږ وینو چې عدالتي کمېشنې او د پولیسو ادارې په مکمل توګه ناکامه شوې دي."

د پاکستان فیډرل یونین اف جرنلسټ جنرل سیکرټري امين یوسف په وینا پاکستان کې د مطبوعاتو ازادي شته خو یو خبریال په ازاده توګه خبره نه شي کولی.

دی وايي چې د خبریالانو مشکلاتو په اړه پاکستان فېډرل یونین اف جرنلسټ اواز پورته کړی او مخکې به یې هم اوچتوي.

"پاکستان فېډرل یونین اف جرنلسټ تلد رای ازادي او د ژورنلزم د ازادۍ خبره کړې. موږ د اخلاقیاتو مطابق کار کول غواړو خو نن سبا چې کوم صورتحال په مطبوعاتو کې روان دې نو هغه ښه نه دی او د دې د ښه کولو لپاره باید کار وکړو. د نن دا ورځ یوه ښه موقع ده چې موږ خپل صورتحال مخې ته راوړو. زموږ په ملک کې تر یو سلو زیات خبریالان وژل شوي دي نو د خبریالانو حالات په اړه موږ کوشش کوو او تمه لرم چې موږ به په خپل مقصد کې کامیابه شو."

یاده دې وي چې د مطبوعاتو ازادۍ ورځ هرکال په درېم مې لمانځل کېږي چې په ۱۹۳۳ کال یې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ د لمانځلو اعلان کړی و.

XS
SM
MD
LG