د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا له پاکستان سره مالي مرسته وځنډوله


د امریکا کانګرس له مخالفت وروسته متحدوایالاتو له پاکستان سره د اېف شپاړلس (F16 ) جنګي الوتکو د پېرودلو لپاره مالي مرسته وځنډوله.

د امریکا کانګرس له مخالفت وروسته متحدوایالاتو له پاکستان سره د اېف شپاړلس (F16 ) جنګي الوتکو د پېرودلو لپاره مالي مرسته وځنډوله.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاند جان کربي د دوشنبې په ورځ وویل، د کانګرس له مخالفت وروسته له بهرنیو پوځونو سره د امریکا د حکومت هغه مالي مرسته پاکستان ته نه ورکول کېږي چې غوښتل یې دا امریکايۍ الوتکې پرې وپېري.

د اوباما ادارې په فبروري میاشت کې پر پاکستان د اتو اېف شپاړلس(F16 ) الوتکو د پلورلو پریکړه وکړه او پلان یې درلود چې د دې کار لپاره نژدې ۷۰۰ میلیونه پور هم ورته برابر کړي.

خو (جمهوري پال) غوښتونکي سناتور باب کراکر وویل چې دی به د سنا بهرنیو اړیکو کمیټې د مشر په توګه له خپلې ټولې توانې کار واخلي او دې معاملې ته به اجازه ورنه کړي چې د ده په وینا پاکستان ته دا پیغام ورسېږي چې له ترهګرو سره د مبارزې په برخه کې باید لا زیات اقدامات وکړي.

د کراکر دریځ د هغې نارضایتي څرګندونه کوي چې پر کانګرس یې د پاکستان د دریځ په اړه لري او وايي، پاکستان د هغو افراطي وسله والو چې پر افغانان او امریکايي سرتېرو حملې کوي یا ملاتړ کوي او یا یې په خپله خاوره کې ساتي او همدا راز په افغانستان کې د سولې له هڅو سره همکاري نه کوي.

د کانګرس له پریکړې وروسته د پاکستان وزیر اعظم خاص سلاکار سید طارق فاطمي د امریکا کانګرس یوه غړي ته چې د اسلام آبادهکتنې په حال کې و، شکایت وکړ او ویې ویل چې کانګرس ته د پاکستان هغه هڅې بې ارزښته دي چې د ترهګرو پر ضد په مبارزه کې یې کوي.

XS
SM
MD
LG