د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان کډوال له تورخمه شړل کېږي


افغان کډوال له تورخمه شړل کېږي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:14 0:00

په تورخم پوله باچه مېنه کې د مېشتو افغان کډوالو د ايستلو لړۍ پېل شوې ده. د تورخم پولیټیکل تحصیلدار شکیل عمرزي نن سېشنبه مشال ریډیو ته وويل چې دلته خواوشا درې سوه او اتلس (۳۱۸) کورنۍ دېره وې چې اتیا(۸۰) پکې په خپله خوښه باندې لاړې او چې کومو خپل کورونه نه دي خالي کړي هغوی ته یې درې ورځې نوره موده ورکړه. نوموړی وايي چې تر اوسه یی د افغان کډوالو شپږ(۶) کورونه ړنګولي دي. پولیټیکل چارواکي وایی چې دغه ګام یې د امنیت په خاطر پورته کړی دی. خو پر تورخم پوله میشت افغان کډوال وایي چې بې کوره کېدو له سختو ستونځو سره مخامخ کړي او اوس هېڅ ځای سرپناه نه لري. د فرهاد شینواري ویډيو

XS
SM
MD
LG