د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملګري ملتونه افغانستان ته ستنېدونکي هر کډوال ته ۳۵۰ ډالره ورکوي


اسلام اباد - د ملګرو ملتونو کډوالو ادارې (یو اېن اېچ سي ار) اعلان کړی چې له پاکستانه په خپله خوښه ستنېدونکو او رجسټر شویو افغان کډوالو ته به ۳۵۰ امریکايي ډالره اضافي ورکوي.

په پاکستان کې د یو اېن اېچ سي ار یوه چارواکي عبدالرشید پر اتوار (یکشنبه) مشال راډیو ته وویل، هغه افغانې کورنۍ چې د کډوالۍ او رجسټرېشن کارډونه (پروف اف رجسټرېشن یا پي او ار کارډونه) لري او په خپله خوښه افغانستان ته تلل غواړي نو د کورنۍ هر غړي په سر به ورته ۳۵۰ امریکايي ډالره ورکوي.

د ده په خبره، افغان کډوال دا پیسې په افغانستان کې د نقدو مرستو له مرکزونو تر لاسه کولای شي.

د ده په وینا، یوه رجسټر شوې کورنۍ چې پکې شپږ غړي وي به ۲۱۰۰ ډالره تر لاسه کوي او ورته به له ۳۰ څخه تر ۷۰ ډالرو پورې د سفري لګښت په توګه هم ورکول کېږي.

په پاکستان کې مېشتو افغان کډوالو د یو اېن اېچ سي ار د دې اعلان هرکلی کړی او وايي، اوس افغان حکومت ته هم په کار دي چې ورته په خپل هېواد کې د اوسېدو بندوبست وکړي.

په پېښور کې مېشت د کونړ ولایت رشید خان وايي، له مودې راهیسې د افغانستان او پاکستان اړیکي خراب دي چې له وجې یې هلته د مېشتو کډوالو مشکلات لا زیات شوي دي.

دی وايي، زیاتره خلک غواړي خپل هېواد ته ستانه شي.

د رشید خان په خبره، ستنېدونکي افغان کډوال دې د یو اېن اېچ سي ار په مرستندویه پیسو په خپل وطن کې کاروبار پیل کړي.

د پاکستان حکومت تېره میاشت په هغه هېواد کې د مېشتو رجسټر شویو کډوالو اوسېدو موده د ۲۰۱۶ز کال تر پایه غځولې او وايي، په شپږو میاشتو کې به له یو اېن اېچ سي ار او افغان حکومت سره د کډوالو برخلیک په اړه یوې هوکړې ته ورسېږي.

یو اېن اېچ سي ار اټکل کوي چې دا مهال په پاکستان کې شاوخوا درې میلیونه افغان کډوال اوسي چې یوازې نیمايي یې رجسټر شوي دي.

XS
SM
MD
LG