د لاسرسي ځای

تازه خبر

"پاکستان د طالبانو حاضرولو ته ژمن نه دی"


افغان حکومت وايي، پاکستان خبرو ته د طالبانو حاضرولو ژمنه نه ده پوره کړې نو ځکه اوس د څلور اړخیزه ګروپ له نورو غړو یعنې چین او امریکا سره خبرې کوي.

د افغان ولسمشر مرستیال ویاند دوا خان مینه پال د پنجشنبې په ورځ مشال راډیو ته وویل، دوی له اسلام اباده غوښتي ول چې هغه طالبان مذاکراتو ته ورولي چې دوی ساتلي دي: کټ

خو د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاند نفیس زکریا د پنجشنبې په ورځ په اسلام اباد کې خبري غونډې ته وویل،(( دا یوازې د اسلام اباد دنده نه ده چې طالبان د خبرو مېز ته ورولي.)) د کابل، اسلام اباد، بیجنګ او واشنګټن استازو په وروستي ځل د فبرورۍ پر ۲۳مه سره لیدلي ول او ویلي یې ول چې ژر به طالبان له افغان حکومت سره مستقیمې خبرې وکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG