د لاسرسي ځای

تازه خبر

په افغانستان کې باید پر القاعده شبکې فشار زیات شي


ناټو د افغانستان په کندهار او نورستان ولايتونو کې د القاعده ترهګرې شبکې د غړو د شتوالي خبرداری ورکوي.

په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ویاند جنرال چارلي کلیفلنډ د سېشنبې په ورځ په کابل کې خبريالانو ته وویل چې اندیښنه لري، که القاعده له پامه وغورځول شي او دوامدار فشار ورباندې را نه شي، دا توان لري چې ډېر ژر بیا فعاله شي او د خپلو وسله والو د شمېر په تناسب بريدونه زيات کړي.

نوموړي همدا رانګه هغه راپور رد کړ چې ګواکې طالبان د افغانستان پر دریمه برخه خاوره کنټرول لري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG