د لاسرسي ځای

تازه خبر

نړيوال کپ دوهمې مرحلې ته د افغانستان وتل: مبارکۍ او غبرګونونه


پخوانی تصوير
پخوانی تصوير

نن د شنبې په ورځ د کرکټ په نړيوال شل اووريزې يوې سيالۍ کې افغانستان زمبابوی ته په ۵۹ منډو ماتې ورکړه. د ۱۸۷ منډو د هدف تر لاسه کولو په کوشش کې د زمبابوی ټول لوبغاړي په آخري اوور کې د ۱۲۷ منډو کولو وروسته اوټ شول.

تر دې مخکې ټاس افغانستان وګاټه او لومړی یې بيټينګ پيل کړ. محمد شهزاد د نورو تېرو سياليوو په شان دا ځل هم افغانستان ته ښه پېل ورکړل او په ۲۳ بالونو يې ۴۰ منډې جوړې کړي. د هغه د اوټ کېدو وروسته د افغانستان دري لوبغاړي يو په بل پسې زر اوټ شول. کپتان اضغر ستانکزی په صفر، نورعلي ځدراڼ په لسو او ګلبدين نايب د اوه منډو له کولو وروسته اوټ شول.

اته اوورونه وروسته په ۶۳ منډو د افغانستان څلور لوبغاړي اوټ شوي وو خو محمد نبي په ۳۲ بالونو ۵۲ او سميع الله شينواري په ۳۷ بالونو ۴۳ منډې جوړي کړي. د دي دواړو ترمنځ د ۹۸ منډو ملګرتيا سره افغانستان په ټولو شل اوورونو کې ۱۸۶ سکور وکړ.

محمد نبي د ۵۲ منډو کولو او يوې ويکټې اخيستو له کبله د لوبې غوره لوبغاړی شو.راشد ارمان د زمبابوی دري لوبغاړي اوټ کړل.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني لوبډلې ته مبارکي ورکړه

نبي تر لوبې وروسته وويل چې هغه د فشار په وخت کې بيټينګ ته راووت خو د سميع الله سره يې په ډيره حوصله لوبه وکړه. ((شهزاد په لومړي سر کې ښه بيټينګ وکړ. موږ تر هغې وروسته څو ويکټې دلاسه ورکړي خو بيرته مو لوبه سمه کړه.))

افغانستان اوس لسو غوره لوبډلو لومړي ګروپ ته لار ومونده. هلته به د جنوبي افريقه، برطانيه، سريلنکا او ويسټ اينډيز سره لوبې کوي. لومړۍ سيالي به يې د مارچ په ۱۷ تاريخ سريلنکا سره وي.​

د لسو غوره لوبډلو په دوهم ګروپ کې اسټريليا، هند، نيوزيلينډ او پاکستان شامل دي. پنځم غړی به يې سبا د بنګله ديش او عمان ترمنځ تر سيالۍ وروسته معلوميږي.

​افغان ملي لوبډلې ته د افغانستان د اجرايه رييس، عبدالله عبدالله مبارکي

او دا هم د افغان ملي لوبډلې لپاره يوه تازه ويل شوي سندره...

XS
SM
MD
LG