د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ننګرهار ډاکټر نقيب الله شېرزاد د سرو زرو پنځې تمغې ګټلې


ډاکټر نقيب الله شېرزاد
ډاکټر نقيب الله شېرزاد

د افغانستان شېرزاد ولسوالۍ اوسېدونکي نقيب الله د طب (ايم بي بي اېس) سند د کراچۍ له ”اسرا“ پوهنتونه ترلاسه کړې او په خپل قابليت يې پينځه د سرو زرو او يوه د سپينو زرو تمغه په خپل نوم کړې ده.

مشال رېډيو سره په ځانګړې مرکه کې نوموړي ووئيل چې دې هم د هغه پروسې برخه وو کوم چې د افغانستان د پخواني اولسمشر حامد کرزي او د پاکستان د هغه وخت د چارواکو ترمېنځه لاسليک شوی وه. د کوم ترمخه چې هر کال څلور سوه زده کوونکي و ته د پاکستان په بيلا بيلو تعليمي ادارو کې خپلې لوړې زدۀ کړې ترلاسه کوي، دی وايي چې اووه څلوېښت زده کوونکياسرا پوهنتون کې خپلې زده کړې ترسره کړې۔

په کراچۍ کې د افغانستان کونسلېټ يې په ګران وخت کې همکاري کړې خو بيا هم د محصلۍ په دوره کې یې يو شمېر ستونزې لرلې، خو نقيب د خپل قونصلګرۍ سره سره د سفارتي چارواکو نه ګيله هم کوي چې دوي ورسره هغه رنګ مرستې نه دي کړي کومې ته چې يې اړتيا لرله.

نقيب وايي چې د سندونو د تقسيم دستورې (کنووکېشن) باقاعده بلنه د کراچۍ قونصلګرۍ ته ورکړل شوې وه خو بيا هم هېڅ يو سفارتي چارواکي په دغه غونډه کې ګډون نه درلود.

د سند ترلاسه کولو وروستو د يو کال لپاره په دولتي روغتون کې د کار او د دې د ضرورت په اړه نقيب وائي چې دا هم د سند يوه برخه ده ځکه چې د دې نه بغېر دوي ته سند نه ورکول کېږي خو له بده مرغه دا د پروسې برخه نه ده، هر محصل ئې په خپل سر ترسره کوي کوم چې يو ګران کار دی، هم دا وجه ده چې زده کوونکياوس هم د يو شمېر ستونزو سره مخ دي او په ښه روغتونونو کې دغه [هاؤس جاب] ترلاسه کول د هرچا د وس کار نه دی، دې سره سره نقيب دا ګيله هم وکړه چې اوس زده کوونکيپه خپل خرچ د يو کال دا موده به تېروي کوم چې د يو شمېر زده کوونکي و لپاره يو ګران کار دی، بايد په سفارتي کچ د دې لپاره څه ګامونه پورته کړی شي.

نقيب زياته کړۀ چې د کراچۍ قونصل جنرل سره په دې اړۀ څو وارې کړې دي چې دوي فارغ کېږي نو يو کال دوره بايد په ښه روغتونونو کې سر ته ورسوي ولې هغوي په دې لړ کې د دوي هېڅ مرسته نه کړې او زده کوونکيپه خپل سر دغه يو کال دوره [هاؤس جاب] پېدا کوي.

دغه يو کال لړ کې د اقتصادي مشکلاتو په اړه نقيب الله شېرزاد مشال رېډيو ته ووئيل ” د چا چې وس رسي نو په ښه روغتون کې دغه يو کال دوره وکړي او په تېر وختونو کې هم ډېر زده کوونکيبې له دغه يو کال دورې د اقتصادي مشکلاتو له کبله واپس تلي دي“

دی وايي چې اوس هم داسې زده کوونکي شته چې ورته هاؤس جاب نه دی ملاو شوی بايد په سفارتي کچ د دوي مرستې وشي.

XS
SM
MD
LG