د لاسرسي ځای

تازه خبر

هلمند: د وسله والو بریدونو کې افغان سرتیري وژل شوي


د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

د افغانستان هلمند ولايت چارواکي وايي چې د وسلوالو طالبانو په دوو جلا حملو کې شپږ افغان پوځيان وژل شوي دي. د هلمند امنيه قوماندان عبدالرحمن سرجنګ د رسنیو سره د خبرو پر مهال دغه څرګندونې کړې دي.

خو د پوليسو يو چارواکې عصمت الله دولتزي پرون مشال راډيو ته وويل، چې سخت دريځو وسلوالو په بارودي موادو له ډکو موټرو په استفادې په سنګين ولسوالۍ کې پر يوه پوسته حمله کړې ده.

ويل شوي چې په دې حمله کې اوه پوليس زخميان شوي دي. ښاغلي دولتزي وويل، چې د جګړې په نتيجه کې وسلوالو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده، خو کره شمېر يې معلومه نه ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG